RecentSocial Issues

مسافرغرق دۍ : MUSAFAR GHARQ DI:

ليکوال قاسم سواتی  :برطانيا

پا موجوده وخت کښ ډير خلق داسی دی چی خپل وطن ي پريښودے او پا نورو ملکونو کښ جوند کوی دٙ دے خاطره چۍ ذريعا معاش تلاش کړی او د خپلو بچو، مور، پلار، روڼړو، خويندو او نورو رشتادارومالی کفالت اوکړی او پا معاشره کښ ي د نورو خلقو دمحتاجي نا بچ کړی د کله پوری چې دامسافر د خپلو موروپلار،روڼړو،خويندو اودنورودا سي رشتدارودپار ه مذ دوری کوی،دهغوی دپاره مال ګټی،د دے خلقو نا هېڅ قسما تپوس نا کوی،او خپل ټول جوند ې د دوی دپاره قربان کړے وی،او د خپل مال او دولت حساب او کتاب ورسره نا کوی،د دوی هره مرضی کوی نوپا خاندان کښ غوره زوے،بهترين رور،بے مثالا پلار،ذمادار خاوند او د ټول خاندان د سر تاج ګنړلے کېږي،

خو چی کلا پادے رشتدارو مال بند کی او يا حساب کتاب ورسره شروع کړی او دخپل حق تپوس تري اوکړي،نو بيا د دے مسافر بده ورځ شروع شې او هم داخپل رشتدار ي د ژوند دوشمنان شي اودهرقسما نقصان رسولو ورتا کوشش کوی

کا د دے مسافر ښځا او بچۍ د ده سره پا پرديس کښ نا وو او موروپلار،روڼړو خويندو اويا نورورشتداروتا ي پريښودی وی نوبيا د دوی بدحال وی،هرقسماظلمونا ورسره کيږي اوهيڅ څوک ي د تپوس نا وي

اوکا د دے مسافرښځا او بچي د ده سره پا بل وطن کښ وې،اوڅا وخت پس خپل وطن تا پا چهټي راشې او يا پا خپل وطن کښ د مدام ژوند کولو اِراده اوکړۍ، نوهيڅ څوک ي قبلولو تا تيار نا وي،ناي دشراکت پا استوګني کښ مني،نا پا جايداد کښ،نا د مال او دولت پا شراکت کښ،او نا پا روروَلي اوکلويغي کښ

دا رنګي پا وطن د مښکي نا موجود دَ موروپلا،روڼړو،خويندو او نورو رشتدارو دا کوشش وي چي دامسافرد خپلے
پروپيګنډے پا ذريعا د نورورشتدارو ،دوستانو،او پيژنګلو خلقو پا مجلس کښ بدنام کړي او دارنګی ټول خلق ي خلاف او بدظن کړي

پا داسي حالاتو کښ هرسړے دا مسافر ملامت کوي او ده تا ښا نا ګوري

کا چرتا د دے مسافرد خپلو موروپلار،روڼړو،خويندو،او يا دبل چا سره څا لانجا او شخړه وي،نو دَ ده رشتداراو نور خلق پا جرګا کښ دَ ده خلاف کوۍ او دے ورتا پا قانون کښ راپرزَوۍ

“دَ دے حالاتو پا رڼړا کښ دَ پښتو دَدے متل اطلاق دَ مسافر پا مستقبل باندي داسۍ کيږي “هيندو ستړے او خداے ناراضا

 

قاسم سواتي یو آزاد ژورنالیست، لیکوال او د بشري حقونو فعال دی چې په انګلستان کې میشته دی

Show More

9 Comments

      1. زکہ خو داقوم شاتہ پاتی دے حسد بغض اوکینہ پکی ڈیرہ پہ عروج دہ
        لیکن اللہ کی ھادیر ھیں لیکن اندھیر نھیں

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button